د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په هدایت د کابل طبي علومو پوهنتون د ډاکټرانو صحي ټیم د وروستۍ زلزلې له امله د خوست

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۴:۴۷
a

۱۴۴۳/۱۱/۲۳

۱۴۰۱/۴/۲

د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په هدایت د کابل طبي علومو پوهنتون د ډاکټرانو صحي ټیم د وروستۍ زلزلې له امله د خوست او پکتیکا زیانمنو شوو سره د مرستې په موخه، نن له طبي موادو او درملو سره یوځای پکتیکا ولایت ته سفر وکړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د غمشریکۍ تر څنګ وویل، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په هدایت په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستې په موخه، نن ماسپښین د کابل طبي علومو پوهنتون د عملي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امیرخېل او د علي اباد تدریسي روغتون د رئیس دوکتور عمادالدین ځاځي په مشرۍ یو صحي ټیم پکتیکا ولایت ته ولېږل شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون د رئیس په وینا؛ په پام کې ده چې یاد صحي ټیم به په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او سیلانونو له امله د ټپیانو درملنه وکړي او لومړنۍ صحي خدمات به ورته وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې د تېرې ورځې زلزلې له امله په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې زموږ زیاتو هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه ټولو تحصیلي بنسټونو ته هدایت وکړ چې د دې پېښې له زیانمنو سره تر خپلې وسې همکاري وکړي، چې په لومړي ګام کې د خوست او پکتیا پوهنتونونو او پکیتکا لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه، استادانو او محصلانو د خپل دیني او بشري مسؤلیت له مخې د زیانمنو مرستې ته ورودانګل او ټپیانو ته یې وینه ورکړه.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS