د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د دغه وزارت مختلفو ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۴۰۲ کال د پلان ترتیب او نوي فارمټ د معرفي کولو او د ۱۴۰۱ کال راپور وړاندې کولو په موخه ورکشاپ ترسره شو.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۴:۵۵
dsasdasdadsassda

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د ستراتیژیکو پلانونو د توحید او تدوین عمومي مدیر سلیمان حکیمي د یاد ورکشاپ د موخو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه ورکشاپ موخه د کاري پلانونو د ترتیب او د نوي فارمټ پر اساس د راپور وړاندې کولو د څرنګوالي تر څنګ، د دغه وزارت د لاسته راوړنو او ورځنیو فعالیتونو تر منځ توپیر کول دي.

ورسته د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست کارشناسانو عبدالله باباخاني او محمد یوسف عزیزي د ۱۴۰۲ کال د پلان نوي فارمټ او د ۱۴۰۲ کال د راپور ورکونې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست کارکوونکو د نظرونو د راټولنې تر څنګ، د ګډونوالو وړاندیزونه واورېدل او پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS