د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالېسۍ او تقنین رئیس او ورسره مل پلاوي د دې وزارت د نېمګړو پروژ د بشپړولو په موخه د اقتصاد وزارت له یو شمیر مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۸:۴۴
d

سه شنبه، ۱۰ کب ۱۴۰۰

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالېسۍ او تقنین رئیس او ورسره مل پلاوي د دې وزارت د نېمګړو پروژ د بشپړولو په موخه د اقتصاد وزارت له یو شمیر مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالېسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب د اقتصاد وزارت د سیمه ایزې پراختیا له رئیس علی احمد سعادت سره په لېدنه کې، د لوړو زده کړو وزارت اړوند د نېمګړو پروژو د بشپړولو او د بېلابېلو مرستو جذبولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي منیب د اقتصاد وزارت د غیر دولتي مؤسسو د همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره هم ولیدل، په ناسته کې دغیر دولتي مؤسسو له لارې د لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره د مرستو پر راجذبولو خبرې وشوې، چې د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري یې هرکلی وشو او د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS