د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او ښوونې او روزنې پوهنتون د مشرتابه غړو ګډه ناسته وشوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۱۰:۳۴
ل

هغه ناسته چې د ښوونې او روزنې پوهنتون د غونډو په تالار کې د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او د یاد پوهنتون د مشرتابه پلاوي ترمنځ د ا.ا.ا د پرګرامونو او موخو په اړه جوړه شوې وه د یادو بنسټونو د استازو سربېره ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست سرپرست استاد دوکتور دلاور سیلاب د افغانستان د ښوونیز سیستم د لاپیاوړتیا ترڅنګ په اقتصادي حالت او تقویې وینا وکړه. هغه وویل:" افغانستان په نړۍ کې د معادنو له پلوه یو بډایه هېوادونو له جملې څخه دی چې باید په دې برخه کې ښه مسلکي او په کار پوه کسان وروزل شي." همداراز یادونه وشوه چې هېڅکله باید کفري نړۍ ته اجازه ورنه کړل شي چې زمونږ د ځوانانو ذهنونه ګډود او استعدادونه غیر اسلامي وروزي.

شیخ حضرت شاه محمد بیا د افغانستان د ازادۍ او دغه لوی بدلون په اړه ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا د پالیسۍ سره سم به د تحصیلي بنسټونو ستونزې او ستونزې هوارې شي. ښاغلي محمد له استادانو او کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې یو بل ته لاس ورکړي او هېواد ته د مسلکي کدرونو په وړاندې کولو کې مرستې وکړي.

په پای کې کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي استاد مزمل اسلامي په خپلو ویناوو کې د نوي اسلامي حکومت څخه د ملاتړ سربېره د ا.ا.ا د هېوادوالو په ګټه او خیر وباله، هغه د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي څخه وغوښتل چې د پوهنتونونو درسونه دې پیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS