د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۴:۸
ksjdkfkjsdkjfs


د څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد په مشرۍ د علمي برنامو د پراختیا رئیس، د تضمین کیفیت  او اعتبار ورکونې رئیس او د خصوصي محصلانو چارو ریاست استازي په ګډه د یادې مؤسسې ټولې علمي، تدریسي او اداري چارې وارزولې.
نوموړي پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې له رهبرۍ سره د ناستې پرمهال وویل، چې دوی د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ له مخې وخت نا وخت د تحصیلي بنسټونو څخه څارنه او ارزونه کوي، ترڅو د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړ او د هېواد د پرمختګ باعث شي. 
د یادونې وړ ده، چې په دغه ارزونه کې رابرسېره شویو ستونزو او د نیمګړیتاوو او قوي نقاطو پایله به د یادې مؤسسې سره د ستونزو د حل او نیمګړتیاوو پوره کولو په موخه شریکه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS