د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې هیئت کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د خصوصي تحصیلي مؤسسو د څارنې او ارزونې په هدف، له ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څخه خپل کار پیل کړ.
1443/10/17
1401/02/27
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې هیئت کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د خصوصي تحصیلي مؤسسو د څارنې او ارزونې په هدف، له ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څخه خپل کار پیل کړ.
دغه هیئت چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د لېسانس برنامو امر قاضي عبدالباري غفاري په غاړه وه ، د ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې بېلابېلې برخې یې وارزولې.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې هیئت، د دې انستیتیوت د ارزونې په ترڅ کې، د ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د مسؤلینو، استاذانو او محصلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او له هغوی یې وغوښتل، چې په هېواد کې د تحصیلي نظام د ښه والي په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي.