د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت وزیر په مشرۍ تر سره شوه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۴:۳۰
ksdjksdkj


په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د رهبري شورا له غړو سره لویدیځ زون ته د خپل سفر جریان شریک کړ او د یاد سفر پر لاسته راوړنو وغږېد. دغه راز یې د هېواد د تحصیلي ډګر په پرمختګ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ او کابینې غړو له ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې مشرتابه په هېواد کې د تحصیل د کیفیت لوړولو او پرمختګ په برخه کې زموږ ټولې غوښتنې منلې دي.
وروسته له اجنډا سره سم په ځینو ریاستونو کې د کمیسیونونو پر جوړولو، د شاروالۍ د سړک جوړولو پلان پر اساس د وزارت ځینو ساحو له منځه تللو، د ځینو خصوصي پوهنتونونو پر ستونزو او یو شمېر نورو موضوعات بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS