د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد وزارت د ټولو ادارو مسؤلینو ته په ورسپارل شویو چارو کې د قاطعت او لا شفافیت سپارښتنې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب یادونه وکړه، چې د دغه وزارت معین صاحبانو سره مو په مجلس کې یو شمېر ستونزې او مشکلات درک کړي او پکار ده، چې د ټولو اړوندو څانګو مسؤلین یې د حل په موخه جدي څارنه وکړي.
ورپسې د تېرې رهبري شورا د پریکړو راپورونه وړاندې شول او د دې شورا د اجنډا مطابق د استادانو د علمي رتبو اړوند په ستونزو، د دولتي محصلانو چارو ریاست لخوا د نویو شامل شویو ظرفیتونو د جذب په څرنګوالي، په بهر کې د افغان محصلینو په ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او پریکړې وشوې او د نورو اجراتو په موخه اړوندو څانګو ته محول شوې.