د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغانستان امریکايي پوهنتون له مختلفو برخو لیدنه وکړه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۰ - ۵:۱
پ

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي تېره ورځ د افغانستان امریکایي پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې شېخ عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي، د افغان امریکایي پوهنتون له ودانۍ، درسي او اداري خونو، کتابتون، لابراتوارونو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون لپاره موظف شویو ساتونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له نوموړي پوهنتون څخه په خورا غور او امانتدارۍ ساتنه وکړي.

شېخ عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي همدا ډول د دغه پوهنتون د پاتې اسنادو د ساتنې په برخه کې د پوهنتون ساتونکو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS