د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل ترهګريز بريد له ځاى څخه ليدنه وکړه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۵:۴۷
a

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عباس بصير د امنيتي ځواکونو د عملياتو تر پاى ته رسېدو وروسته د کابل ترهګريز بريد له ځاى څخه ليدنه وکړه.

د لوړو کړو وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر عباس بصير د ننني بريد له ځاى څخه چې په هغه کې يوشمېر زده كړيالانو ته مرګژوبله واوښته؛ ليدنه وکړه او د ياد ترهګريز بريد له غندلو سره سره يې هغه د بشر ضد ستر جنايت وباله.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نن د بريد له ځاى څخه د ليدو پرمهال زياته کړه چې پر تحصيلي مرکزونو بريد يو غيرانساني عمل او له ټولو ملي او نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دى.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همداراز علي آباد روغتون کې د نن ورځې د بريد د ټپيانو ليدنه وکړه او له طبي کارکوونکو يې د لاپاملرنې غوښتنه وکړه.

د علي اباد روغتون رييس د ټپيانو حالت ښه وباله او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته يې ډاډ ورکړ چې ټولو ټپيانو ته به جدي رسيدګي کېږي.

له دې سره د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د يوشمېر ټپيانو له کورنيو سره ليدنه او همداراز ژمنه وکړه چې ټپيانو ته به جدي پام کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS