د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني د ترکیې له سفیر جهاد اېرګین آی سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۴:۴۸

شیخ حقاني د ترکیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، ترکیه د اسلامي امت د عزت او برم ټاټوبی وباله او ویې ویل، چې ترکیې د عثماني خلافت پر مهال د امت سرپرستي کوله او له همدې امله یې له ټولې اسلامي نړۍ سره ښې اړیکې پاللي دي. همدارنګه د افغانستان او ترکیې د ښو اړیکو لرغونتیا ته یې اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغانستان او ترکیه دیني او کلتوري مشابهتونو لري.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني په تحصیلي او نورو برخو کې د ترکیې له مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې ترکیه به د تحصیلي بورسونو، په ترکیه کې د افغان زدکړیالانو د ستونزو هوارولو، د طبي او نورو علمي لابراتوارونو او همدارنګه په افغانستان کې د پوهنتونونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. دغه راز د ترکیې سفارت او کارکوونکو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد اېرګین آی افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونه او په نورو علمي برخو کې د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې ترکیې هر کال ۳سوه افغان زدکړیالانو ته د ترکیې په معتبرو پوهنتونونو کې د زده کړو لار هواروله چې دا لړۍ به تر دې وروسته هم دوام وکړي. هغه وویل چې ترکیه افغان زدکړیالانو ته په دې شرط تحصیلي بورسونه ورکوي، چې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته به بېرته افغانستان ته راستنېږي.

د یادولو ده، چې د ترکیې سفیر د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اول نومره سلګۍ باران ته د تحصیلي بورس ورکولو ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS