د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د بريتش کونسل دفتر له عمومي رییس سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۱:۱۰
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د افغانستان د بريتش کانسل د دفتر له عمومي رييس او په افغانستان کې د انګلېستان د بهرنيو چارو وزارت د پوهنې له سلاکار سره د دې وزارت د پروګرامونو او پرمختياوو او د لوړو زده کړو د ځواکمنتيا د پروګرامونو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.

غونډه د وېډيو کنفرانس له لارې وشوه، د لوړو زده کړو علمي مرستيال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د دې وزارت د پرمختګونو، د درسي نصابونو د پراختیا او اصلاح، د کيفيت تضمين او اعتبار ورکولو، د استادانو د وړتيا لوړاوی، د تشکيلاتي جوړښت منطقي کول او د تقنيني سندونو په اړه خبرې وکړې او د بريتش کونسل دفتر له رييس يې وغوښتل چې د علمي څېړنو او اعتبار ورکولو په برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره د يوه پروګرام په ډول همکاري خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

په افغانستان کې د بريتش کونسل دفتر عمومي رييس جيمبوت او په افغانستان کې د انګلېستان د بهرنيو چارو وزارت د پوهنې سلاکارې (DFID) د لوړو زده کړو د څو وروستيو کلونو پرمختګونو په اړه د خوښيو په څرګندولو سره وويل چې د لوړو زده کړو وزارت بريتش کونسل دفتر د خپل ښه همکار په توګه پېژني او د دې وزارت په اړه به يې همکارۍ ادامه ولري.

همداراز په افغانستان کې د بريتش کونسل دفتر د علمي پروګرامونو مسولې مېرمن ګل غوټۍ، د کلنۍ څارنې د لارښود کتاب په اړه او د هغو دوره یي پروګرامونو په اړه چې د اعتبارو ورکولو او کيفيت د تضمين، د علمي پروګرامونو د پراختيا د رياستونو، د دولتي پوهنتونونو علمي مرستيالانو او ځينې پوهنتونونو او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له لوري د بريتش کونسل دفتر په ملاتړ په انګريزي ژبه بشپړ شوي دي، زياته يې کړه چې ژباړه يې په دري او پښتو ژبو بشپړه شوې ده، ژر به چاپ او د لوړو زده کړو موسسو ته به د پلي کېډو له پاره ولېږل شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS