د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست د وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو په ملتیا، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا په ناسته کې ګډون وکړ او د دغه پوهنتون د فعالیتونو او ستونزو د حل په اړه یې بحثونه وکړل
۱۴۰۰کال، د لړم ۲۲مه، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست د وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو په ملتیا، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا په ناسته کې ګډون وکړ او د دغه پوهنتون د فعالیتونو او ستونزو د حل په اړه یې بحثونه وکړل.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا له غړو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هېواد فعلي شرایط د دې تقاضا کوي، چې هر څوک او هره اداره خپل مسوولیتونه او مکلفیتونه په جدي ډول تر سره کړي، تر څو په هېواد کې د ځوانانو لپاره د زده کړو سمه زمینه برابره شي.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو د خپلو فعالیتونو په اړه راپور ورکړ او د دغه تحصیلي بنسټ د کارونو د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سرپرست، د علمي شورا د غړو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د وزارت رهبري پلاوی هڅه کوي، تر څو یادې ستونزې وڅېړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.
همدارنګه دوکتور لطف الله خیرخواه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مختلفو برخو لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون د ښه والي لپاره یې مسوولو کسانو ته سپارښتنه وکړه.