د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته د جامي خصوصي پوهنتون استازي د تضمین کیفیت په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه.
د جامي خصوصي پوهنتون علمي مرستیال عتیق الله رحیمي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته، په داسې حال کې چې د تحقیق، تألیف او ژباړې، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیسانو او د علمي معینیت سلاکار هم حضور درلود، د دغه پوهنتون له لوري د تضمین کیفیت پروسې په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد پوهنتون دغه اقدام وستایه، د کنفرانس په جوړېدو کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د غوره والي په برخه کې یې خپلې مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت تر دې مخکې په امارتي پوهنتونونو کې ملي او نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي او جامي یوازینی خصوصي پوهنتون شو، چې د علمي څېړنو پراختیا په موخه یې د داسې کنفرانس د جوړېدو اقدام کړی دی.