د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د روسیې فدراتیف ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې؛ د تاتارستان د پوهنې او ساینس له وزیر سره د کتنې ترڅنګ د روسیې فدراتیف او د تاتارستان جمهوریت کازان اسلامي پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړه.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۸:۳۹
kjkjsdfkjhkjfds

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په داسې حال کې چې د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او د برسونو د تنظیم رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان هم حضور درلود، د تاتارستان جمهوریت د پوهنې او ساینس له وزیر سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د علمي او څېړنيزو تجربو پر تبادلې، دوه اړخيزو علمي همکاريو، سکالرشيپونو، د سيمينارونو د تنظيم او د علاقې وړ نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د روسیې فدراتیف او د تاتارستان جمهوریت د کازان له اسلامي پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه او د یادو پوهنتونونو له مسؤلینو سره یې د دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو، تحصیلي بورسونو او ګډو علمي سیمینارونو په اړه خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ا.ا.ا د لوړ پوړي پلاوي په ترکیب کې د «روسیه او اسلامي نړۍ » تر نامه لاندې په څوارلسم اقتصادي کنفرانس کې ګډون په موخه تېره ورځ د روسیې فدراتیف ته سفر وکړ، چې د دې کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان جمهوریت د تعلیمي او تحصیلي څانګو له مسؤلینو سره د ملاقات ترڅنګ د دغه هېواد له تعليمي ادارو څخه هم ليدنه وکړه او د هر اړخيزو علمي اړيکو د ټينګښت په موخه يې ورسره خبرې وکړې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS