د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه پلاوي سره د علمي کادر د جذب نوې لایحې د عملي کولو په موخه په انلاین ناسته کې خبری  وکړې.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۴:۲۵
sadjksajdjksak


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په یاده ناسته کې د هېواد ځوان نسل د روزنې له امله د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د علمي کادر د جذب په برخه کې د عدالت د تأمین او روڼتیا رامنځ ته کولو په پار، نوې لایحه جوړې شوې او همدارنګه د یادې لایحې پر اساس خصوصي پوهنتونونه کولی شي چې دایمي استادان وګوماري او زياته يې کړه چې دا د لوړو زده کړو وزارت په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د خصوصي تحصيلي بنسټونو استادان په رسمي او دايمي توګه داسې ګمارل کيږي، چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا به يادو کادرونو ته علمي رتبې هم ورکوي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس مفتاح الدین عزام د یادې لایحې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «د ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو تقرر او ترفیع، په زوني امارتي تحصیلي بنسټونو کې کېږي.» نوموړي د علمي کادر د جذب لپاره د نمرو سلنې، عمر، د استاد په حیث په امارتي تحصیلي بنسټونو کې د معتبرو خصوصي پوهنتونونو د فارغینو د جذب پر څرنګوالي او د یادې لایحې په اړه د تحصیلي بنسټونو د مسؤلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل. 
د يادونې وړ ده چې دا لایحه د لوړو زده کړو وزارت په وب سایټ کې نشر سوې ده او د لاسرسي وړ ده.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS