د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د نیمروز له والي سره وکتل

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۸:۲۴
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د نیمروز له والي سره په لیدنه کې په د دغه ولایت د لوړو زده کړو په اړه خبرې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل.

د لیدنې په پیل کې د نیمروز والي زمریالي احدي په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو د ښه والي په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له هڅو مننه وکړه او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې وغوښتل چې ځينې اړتیاوې یې پوره کړي او ستونزې یې هوارې کړي.

ورپسې پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د نیمروز ولایت د مقام له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو د پرمختګ او ځواکمنېدو په اړه وویل، چې د نیمروز لوړو زده کړو موسسې ستونزې او اړتیاوې د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي او ویې ویل، چې همدا اوس د نیمروز لوړو زده کړو موسسې د تدریسي، اداري او کتابتون ودانیو د پروژو هڅې دوام لري

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د نیمروز ولایت مسوولانو، لوړو زده کړو وزارت او د دغې موسسې مشرتابه پلاوي تر منځ پر همکاریو او ګډو هڅو ټینګار وکړ او د لوړو زده کړو وزارت له اړخه یې د دغه تحصیلي بنسټ د پرمختګ لپاره د هر ډول هڅو ژمنه وکړه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

BACK TO NEWS