د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې

.
په یادو رغنیزو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحي څانګې د بېلابېلو برخو رغونه، د ښځینه پایوازانو لپاره انتظارخانه، وړکتون او تفریحي پارک شامل دي، چې د دریو میاشتو په موده کې تکمیل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د ننګرهار پوهنتون او تدریسي روغتون د مشرتابه له خوا، په داسې حال کې چې د ولایتي ادارې ځینو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرې کولو سره یادې پروژې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه تدريسي روغتون کې د يادو پروژو په ترسراوي خوښي وښوده، د یاد روغتون ډاکترانو او مسؤلينو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلينو روزنې، د ناروغانو خدمت او د روغتون علمي او تحقیقي برخو ته زياته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا؛ د دغو رغنیزو پروژو په لړ کې د ښځینه او نارینه جراحي څانګو د بستر خونو،ICU ، کنفرانس هال او تشنابونو اساسي بیارغونه وشوه.
دغه راز په نسائي ولادي څانګه کې د ښځینه پایوازنو لپاره د یوې سرپناه او کوچنیانو لپاره د یوه وړکتون، چې د لوبو سامان آلات، زده کړو، استراحت او خوړو خونې لري، د جوړېدو سربېره د روغتون په حویلۍ کې د ناروغانو او مراجعینو د ذهني ارامتیا لپاره یو پارک هم جوړ شوی دی.