د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې، په افغانستان کې د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرستې سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه یادو استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو وزارت روانو چارو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې موږ له خپلې بودیجې څخه علمي، زیربنایي او د محصلانو چارې په ښه ډول روانې کړي دي.
نوموړي له یادو استازو څخه د طبي او نورو تحصیلي لابراتوارونو په برخه کې د مسلکي اشخاصو روزنې، د انلاین زده کړو تریننګ، په هند او مالیزیا هېوادونو کې په زده کړو بوخت استادانو ته د معاشاتو د لېږد ستونزې حل او همدارنګه په هند کې د افغان استادانو او محصلینو د وېزو ستونزې شریکې کړې او له هغوی څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال اندریکا راتوتي او د یونسکو سرپرستې پتریشیا ام سي پلفس په خپلو خبرو کې د افغانستان له تحصیلي نظام سره مرستې ته تیاری وښود او زیاته یې کړه چې یادې ستونزې به له اړوندو جهتونو سره شریکې کړي.
دغه راز د یوناما مرستیال د افغان مهاجرینو د زده کړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې علمي معین یې د اندېښنې په ځواب کې وویل چې موږ د مهاجرینو استادانو ته په اړونده برخه کې د تدریس او محصلینو ته په اړوندو پوهنځیو کې د زده کړو زمینه برابروو او عملاُ مو اعلان ورته کړی دی.
نېټه: پنجشنبه
۱۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق ۹/۱/۱۴۰۳ هـ ش ۲۸/۳/۲۰۲۴ م