د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ د هېواد په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو مرکزونو، کتابتونونو، لابراتوارونو، ملي او نړیوالو ژورنالونو د ترتیب او تجهیز په موخه انلاین ناسته وشوه.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۱:۴۸
fddssfdfsdsdf

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې، مالي او حسابي او  تدارکاتو رئیس صاحبانو هم حضور درلود او د مرکزي او ولایاتونو د تحصیلي بنسټونو مسؤلینو په انلاین بڼه برخه پکې اخیستې وه. په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د علمي مرکزونو او ملي او نړیوالو ژورنالونو پر ارزښت خبرې وکړې. 

نومړي زیاته کړه: «په یوه تحصیلي بنسټ کې د علمي او څېړنیزو مرکزونو د نشت په صورت کې یاد تحصیلي بنسټ له خپل اصلي مسیر څخه، چې د علم او څېړنو تولید دی، منحرفوي او یوازې په یوه تدریسي بنسټ یې بدلوي.» 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل، چې دغه وزارت د هېواد د پوهنتونونو د کتابتونونو، لابراتوارونو، ملي او نړیوالو ژورنالونو د تجهیز لپاره لازمه بودجه په پام کې نیولې او تحصیلي بنسټونه کولی شي، چې خپلې اړتیاوې ورسره شریکې کړي. 

همداراز دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد د پوهنتونونو له مسؤلینو وغوښتل چې د لومړیتوب لرونکو پروژو پروپوزلونه لوړو زده کړو وزارت ته راولېږي، تر څو یې د بودجې په برخه کې لازم اقدامات وشي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د تحقیق، تألیف او ژباړې، مالي او حسابي او تدارکاتو رئیس صاحبانو د یادو برخو د تدارکاتي، مالي او اداري پروسې پر تکمیل او چټکتیا ټینګار وکړ او د دغې پروسې د تدارکاتي څرنګوالي په اړه یې د تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته معلومات ورکړل.

نوموړو د هېواد د تحصیلي بنسټونو له رئیس صاحبانو وغوښتل، چې د ۱۴۰۱ مالي کال د حسابونو د تکمیل په برخه کې ژر تر ژره لازمې کړنې تر سره کړي. 
په پای کې د هېواد د دولتي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS