د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه
1443/11/27
1401/4/6
د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د غوره تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو تېرو پرېکړو ته بیاکتنه وکړه.
د شورا غړو د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځی د محصلانو د ستاژ دورې غوښتنو، فوق الېسانس پروګرامونو ته د دولتي تحصیلي بنسټونو د علمي کادر د ورپېژندلو، ظرفیت لوړولو او نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وکړې.