د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د مرکز او ولایاتو له پوهنتونو سره د ویډیویې کنفرانس له لارې د کرونا ویروس د خپریدو څخه د وقایوي تدبیرونو په اړه لازم هدایات ورکړل

په دغه ویډیویې کنفرانس کې په داسې حال کې چې د مالي او اداري رئیس احمد طارق صدیقي او د تهیې او تدارکاتو رئيس عبدالله صوفي زاده هم حضور درلود، دوکتور مهجور وویل هیواد مو د خپل روغتیایې تاریخ په سختو شیبو کې قرار لري او په هیواد کې ددغه ویروس د خپریدو پر ضد د مبارزې په هکله د لوړو زده کړو وزارت ژمنې ته په کتو، ټول پوهنتونونه باید د شخصي او استوګنېز چاپیریال د روغتیا ساتنې د مراعتولو په هکله د پوهاوي او ترویج په لارو چارو کې خپل مسؤولیت تر سره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د هیواد د ټولو پوهنتونو سرپرستانو، استادانو او کارمندانو څخه وغوښتل چې په هیواد کې اضطراري حاکم حالت او د کرونا د ویروس تهدید ته په کتو، د اړتیا په صورت کې خپل کارمندان په مختلفو شفټونو وویشي او د خپلو خدمتونو په وړاندې کولو کې سالمه او معقوله طرحه جوړه کړې.
نوموړي وویل چې د کابېنې د پریکړې او د اداري اصلاحاتو کمېسیون د وړاندې کړی شوي طرزالعمل په اساس په کاري ساعتونو کې کمښت (د سهار له ۸ څخه د ماسپښين تر ۱) په هيڅ وجه د کار او د لوړو زده کړو بنسټونو د برنامو د کمښت په معنا نه دی، بلکې هڅه کوي چې له مختلفو لارو د انټرنيټي آسانتیاوو په شمول د خپلو پلانونو په تطبیق کې په بریالیتوب سره عمل وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شویو شاخصونو په اساس د بودیجې د وېشلو او د ابهاماتو د رفعه کولو په اړه دا په ډاګه کړه چې د شاخصونو په اساس د (۱۳۹۹) مالي کال د بودیجې وېشل په هماغه ساحو کې د بودیجې د لګښت په معنا نه دی او تحصیلي بنسټونه مکلف دي تر څو ددې شاخصونو په اساس، د خپلې بودیجې لګښت په خپلو علمې شوراګانو کې تعریف او اولویت بندي کړي، د هغوی علمي، څېړنې، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې برخو کې اړتیاوو ته په کتو او په ټولو هغو اړخونو کې چې د کیفیت لوړونې ته منجر کیږي، عمل وکړي.
دوکتور مهجور همدارنګه د تیر کال د لیلیو د شاملو محصلانو د بدل اعاشې د ورکولو په تړاو لازمې لارښوونې ورکړې.