د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ ترسره شوه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، څو ورځې وړاندې د دغه وزارت له لوري د مرکزي ادارو او امارتي تحصیلي بنسټونو د مالي او تدارکاتي چارو مسؤلینو لپاره ترسره شوی پنځه ورځنی ورکشاپ له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل چې د دې ورکشاپ له لارې د مرکزي ادارو او دویمي واحدونو د مسؤلینو او کارکوونکو پوهه زیاته شوه، او په دې سره به د دغه وزارت په مالي او تدارکاتي فعالیتونو او پروسو کې ډېره روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.
همدارنګه نوموړي د علماء کرامو راتلونکې ازموینې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د هغې د ښه ترسراوي په پار یې د معینیت شورا غړو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
وروسته له اجنډا سره سم د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او په اجنډا کې شاملو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.