د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا نوبتي ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یاد معینیت تر اثر لاندې رئیس صاحبان خپلو کارونو ته متوجه کړل، د یوې ادارې د کړنو د ښه والي لپاره یې د تشویق، مجازاتو او مکافاتو اصل مهم وباله او ویې ویل چې په خپلو ادارو کې به دغه اصل عملي کوي.
دغه راز نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د چاپي نشراتي موادو د کیفیت لوړولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
وروسته د تېرې ناستې پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د ترسره شوو کارونو راپور وړاندې شو.
همدارنګه د ناستې غړو له اجنډا سره سم په امارتي تحصیلي بنسټونو کې د یو شمېر زېربنایي پروژو د پلي کوونکو شرکتونو پر جواز پاڼو، د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي فقه او قانون څانګې شپنۍ برنامې پر ایجاد او د تدارکاتو ریاست اړوند پر ځينو تړونونو بحث او لازمې پرېکړې وکړې.