د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د څېړنیزو پوسټرونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۰:۲۸
gdfgfdgd

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې زموږ د هرې څېړنې مبداء باید د قرانکریم او نبوي ارشاداتو د تګلارې پر اساس وي. نوموړي کرنه د هېواد د اقتصاد اصلي سرچینه وبلله او ویې ویل چې په یوه خپلواک هېواد کې په خپلواک ډول څېړنې مو د بهرنیو له احتیاجه رایستلی شي.  
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له استادانو او محصلینو وغوښتل چې د هېواد اړتیاوو ته په کتو څېړنې وکړي او د خپلو څېړنو له لارې د هېواد په پرمختګ او ځان بساینه کې ونډه واخلي.   
وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل چې د هېواد اړتیا وړ هره برخه کې د طرحو وړاندې کولو او څېړنو ته ژمن دی. نومړي د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د استادانو او محصلینو څېړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د هغوی له هڅو مننه وکړه. 
وروسته د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی رئیس پوهنمل صفي الله جوهر د کرنې پوهنځي او د یادو څېړنیزو پوسټرونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې مو په مختلفو برخو کې شاوخوا ۷۰ څېړنې کړي دي. 
همدارنګه د کابل پوهنتون، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د صنعت او معدن اتاق مسؤلینو په خپل وار سره په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو پر معیاري کولو، د بزګر او صنعت کار تر منځ د اړیکو جوړولو او د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې وکړې.
وروسته د نندارتون ګډونوالو د څېړنیزو پوسټرونو څخه لیدنه وکړه. 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۷:۱۷
Background image

د  کابل طبي علومو ( ابو علي ابن سينا ) پوهنتون داوطلبۍ خبرتیا !

 

موضوع: د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ميوند تدريسي روغتون ریاست ودانیو بیاروغونې پرژوه.

د میوند تدريسي روغتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۶:۴
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا! 


عنوان: د هلمند ولایت ديني جامعاتو تخصصاتو د اداري او تدريسي ګټې اخېستنې په موخه د ګودام ودانۍ ترميم، د ليليې اتاقونو او لنډسکيپ ساحې جوړولو پروژه.
 
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) . . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۸:۳۹
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا! 


عنوان: د درې لاټونو په ګډون د ۱۸ پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د کانټينونو جوړولو پروژه.

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فراه د لوړو زده کړو موسسې له مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه، چې د دې موسسې ستونزې به حل او محصلینو ته به یې ښه تحصیلي چاپیریال برابر کړي.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې موسسې د مسوولینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد لوېدیځ زون ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه لویه ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دغه علمي بنسټ ستونزې یې له نږدې واورېدې.
نوموړي په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۰
Background image

د لومړي ځل لپاره د خصوصي تحصیلي بنسټونونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسه پیل شوه. 


د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي له لوري په خصوصي پوهنتونونو کې د علمي کادر د تقرر لایحې له مخې د جنوب شرق زون خوست ولایت پامیر، ابدالي، دعوت او. . .

BACK TO NEWS