د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي په کندهار ولایت کې د سیدنا ابراهیم نخعي رحمه الله جامعې څخه لېدنه وکړه.

یاد پلاوی چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب کوله، د یادې جامعې د تخصصاتو رئیس مفتي فیض محمد، د سیدنا ابراهیم نخعي رحمه الله جامعې رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو سره د ناستې په ترڅ کې د دغې جامعې د مالي او ادارو چارو د ارزونې سره هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.