د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دیني علماء کرامو له ازموینې څخه د څارنې په موخه نن د زابل ولایت له ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د هېواد دیني علماء کرامو د ثانویې، عالیې او عالمیې درجو د کلنۍ ازموینې څخه د څارنې په موخه د هېواد جنوب لوېدیځ زون ته سفر کړی، چې نن یې د زابل ولایت علماء کرامو له ازموینې لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاد ورکړ او هغوی ته یې د بریا هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې دغه ازموینې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل او ۶ ورځې به دوام وکړي.