د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د غوره تدریس لارو چارو (Pinnacle Teaching Solutions) تحصیلي خدمتونو سازمان له مشر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوی حافظ محمد حامد حسیب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان هم حضور درلود، د یاد سازمان مشر او غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د څلورو لسیزو جګړو له امله د افغانستان هرې برخې ته زیان اوښتی او د هرې برخې د بیا رغونې لپاره ډېر کار او امکاناتو ته اړتیا ده.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یاد سازمان له مسؤلینو څخه د استادانو او محصلینو د روزنې، د بورسونو او د تحصیلي بنسټونو د زېربنایي چارو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او هغوی ته یې د مرستو په شفاف ډول لګولو او د نورو خدماتي اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
وروسته د غوره تدریس لارو چارو (Pinnacle Teaching Solutions) تحصیلي خدمتونو سازمان مشر «تیموتي لېسټر ډېوېس» او ورسره مل پلاوي د افغانستان تحصیلي بنسټونو د استادانو او محصلینو روزنې، د مختلفو هېوادونو د بورسونو ورکونې او نورو روزنیزو پروګرامونو د ایجاد او په تحصیلي برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې یاد سازمان په مختلفو هېوادونو کې تعلیمي او تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي او د علم د پراختیا لپاره کار کوي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۴/۵/۲هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۵هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۶م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر