د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتیژیک پلان د تدوین کمېټې راپور واورېد
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت د درېیم ستراتیژیک پلان د تدوین کمېټې راپور واورېده او د دې پروسې د چټکتیا په موخه يې د کمېټې غړو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د کمېټې د راپور له اورېدو وروسته وویل چې دغه پلان يې د وزارت له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دی او بشپړتیا يې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو پروګرامونو په پرمخ وړلو کې اړینه ده.
هغه همداراز کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د چارو د لا ښه توب په موخه؛ په ځانګړو برخو کار وکړي او راتلونکې جلسې ته خپل راپور وړاندې کړي. د لوړو زده کړو وزارت د پلان پالیسۍ او تقنین د ريیس پوهنیار بري مبارز په وینا د درېیم ستراتیژیک پلان په اړه مشخصې کمېټې د دې کمېټې د بېلابېلو برخو په اړه تر دې مهاله په منظمه توګه خپلې چارې ترسره کړې دي.
په پام کې ده د کمېټې غونډې په منظمه او پرلپسې توګه په اونۍ کې یو ځل جوړې شي او د پرمختیاوو له پروسې څخه يې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو د معینیت مقام ته راپور ورکړي.