د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دیني مدرسو د فارغانو د ګډو ازموینو د اخیستو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوي اسدالله فرید هم شتون درلود، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده سره وکتل او د هېواد له خصوصي مدرسو څخه فارغ شوي عالمانو او فاضلانو د ۱۴۴۵هـ ق کال کانکور ازموینې د اخیستو پر څرنګوالي یې هراړخیزې خبرې وکړي او په اړه
يې اړین تصامیم ونیول.