د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د چارو د ښه والي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه، تر خپلې مشرۍ لاندې رئیسانو سره اوونیزه ناسته وکړه
9/9/1443
22/1/1401
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د چارو د ښه والي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه، تر خپلې مشرۍ لاندې رئیسانو سره اوونیزه ناسته وکړه.
یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او وروسته د تدارکاتو، مالي او اداري او همدارنګه اداري او زیربنا ریاستونو د ځینو موضوعاتو په اړه بحث وشو او اړوندو رئیس صاحبانو له یوبل سره خپل نظرونه شریک کړل.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو او په چارو کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو ټينګار وکړ او د خدماتو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې وکړې، ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.