د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپل کاري دفتر کې په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له رئیس سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو خدمتونه وستایل او په میوند تدریسي روغتون کې یې د هغوی له خدمتونو څخه ځانګړې مننه وکړه.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو رئیس ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د خدمتونو پر وړاندې به د هر ډول ستونزو او خنډونو د هواري په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
همدارنګه په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنې (MSF) رئیس «لویز» په یاد روغتون کې د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه و کړه.