د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ «د تېر کال نیمګړتیاوو په نښه کولو او اصلاح» په نامه کمېټې ناسته ترسره شوه.
۱۴۴۴/۱/۱۹
۱۴۰۱/۵/۲۶
یاده کمېټه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په لارښوونه جوړه شوې وه چې د مرکزي پوهنتونونو مسؤلان او د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریئس د یادې کمېټې غړي وو.
په یاد ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د مرکزي پوهنتونونو مسؤلانو ستونزې او د تېر کال نیمګړتیاوې واورېدې او ویې ویل چې په همغږۍ او مشورې سره به ستونزو ته د حل لارې راپیداکوو.
وروسته د مرکزي پوهنتونونو مسؤلانو په خپل وار سره د اړوندو پوهنتونونو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه او نظرونه د کمېټې له غړو سره شریک کړل.