د لوړو زده کړو وزارت مرکزي رياستونه او دویم واحدونه باید د خپلې عادي او پراختيايي بودیجې پلانونه د مالي کال له پیلېدو وړاندې چمتو کړي

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش په هغه ناسته کې چې د مالي او حسابي ریاست له رئیس او کارمندانو سره یې درلود، بیان کړ او د وزارت له ریاستونو او پوهنتونو څخه یې وغوښتل چې خپل مالي مصرفي پلانونه مخکې له مخکې چمتو کړي او د لا زیات شفافيت او په عادي او پراختيايي بودیجه کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه، له یادو پلانونو څخه په لوړو کړو وزارت کې دفاع وکړي.
مالي او اداري معین د ګډونوالو د نظریاتو، وړاندېزونو او غوښتنو له اوریدو وروسته، له هغوی وغوښتل چې د ډیټابیس او د قطعیه الیکټرونیکي سيسټم جوړولو، حوالو، معاشونو او مالي تطبیقاتو، د عادي او پراختيايي بودیجې د لګښتونو په بهیر کې د اصلاحاتو، استادانو، محصلانو، مراجعینو او قرارداديانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې دې خپله توجه د پخوا په پرتله زياته کړي.
نور احمد درويش دعامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د کارمندانو کاري ژمنه او صداقت مهم وبلل او ویې ویل چې د اداري مراسلاتو د لنډولو، د مالي او حسابي ډیټابیس جوړولو، د کارمندانو د ظرفیت لوړولو او د لوړو زده کړو وزارت برېښنا او انټرنیټ د ستونزو د حل کولو په برخه کې جدي اقدامات تر سره شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي ریاست سرپرست نجیب الرحمن رحماني وویل دغه ریاست توانیدلی چې د اداري مراسلاتو څانګې الیکترونیکي کړي.
نوموړي ژمنه وکړه چې له خپل کاري ټیم سره به یو ځای ددې هڅه وکړي چې نورې برخې هم الیکترونیکي کړي.