د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا نوبتي غونډه وشوه

د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا نوبتي ناسته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ وشوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ناستې غړو ته ترکیې ته د خپل کاري سفر په اړه معلومات ورکړل او هغه یې له لاسته راوړنو ډک وباله.
ورپسې له اجنډا سره سم؛ په دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ۱۴۰۰کال د سمسټرونو بشپړولو او د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د حضوري درسونو پیلولو طرحه، د تفتیش عالي ادارې د راپور او د لوړو زده کړو وزارت تطبیقي پلان په رڼا کې د خصوصي لوړو زده کړو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ په یوشمېر خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د جواز نه لرونکو څانګو زدکړیالانو د برخلیک ټاکلو طرحې، د ننګرهار او مرکزي پوهنتونونو د استوګنې کورونو د کتنې لنډ راپور، د شفا لوړو زده کړو موسسې د تبدیل شویو زدکړیالانو برخلیک موضوع او د هېواد تحصیلي بنسټونو اړوند نور موضوعات د ناستې غړو ته وړاندې شول.
د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا په دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ۱۴۰۰کال د سمسټرونو د بشپړولو او د لوی اختر له رخصتیو وروسته د حضوري درسونو د پیلولو څرنګوالي طرحه تر اورېدو وروسته تایید کړه.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د خصوصي زدکړیالانو د چارو ریاست ته سپارښتنه وکړه چې په یوشمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د جواز نه لرونکو څانګو د زدکړیالانو د برخلیک ټاکلو طرحې چې د دغه وزارت د درېیو ریاستونو له لوري وړاندې شوي، له توحید وروسته د لا زیاتې کارپوهانه پلټنې لپاره د خصوصي لوړو زده کړو موسسو کمېسیون ته راجع کړي او د مشرتابه شورا په راتلونکې ناسته کې یې په اړه لازمې پرېکړې وشي.
دغه راز د ناستې غړو د اوسېدو کورونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي لنډ راپور په اړه بحث وکړ او نظرونه یې سره شریک کړل او پرېکړه وشوه چې د استادانو د استوګنې کورونو څخه د ګټې اخیستنې لایحه بیاځلي وکتل شي او د مشرتابه شورا له تایید وروسته پلې شي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د دولتي او خصوصي زدکړیالانو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چې په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د کورونا واکسین تطبیق لپاره د عامې روغتیا له وزارت سره خبرې وکړي او د پلي کولو پروسه یې پیل کړي.