د لوړو زده کړو وزارت معین په خپل کاري دفتر کې، د افغان الاصل الماني متخصص سلطان مسعود دقیق سره چې د بشردوستانه او پرمختیایي پروژو په برخه کې د نړیوالو تجربو درلودونکي دی وکتل.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۱:۹
معین علمی وزارت تحصیلات عالی در دفتر کارش با سلطان مسعود دقیق متخصص افغان- آلمانی که در بخش های اجرای پروژه های بشردوستانه و انکشافی تجارب جهانی دارد، دیدار نمود.

سه شنبه، ۱۷ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت معین په خپل کاري دفتر کې، د افغان الاصل الماني متخصص سلطان مسعود دقیق سره چې د بشردوستانه او پرمختیایي پروژو په برخه کې د نړیوالو تجربو درلودونکي دی وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هېواد ته د نوموړي په راتګ خوښي څرګنده کړه او یې ویل: « زموږ د هېواد زیربناوې د څلورو لسېزو جګړو په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه تعلیمي او تحصیلي برخو کې سختې زیانمنې شوې دي، چې دا بیا رغونې او جوړونې ته اړتیا لري.»
هغه زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې هېواد ته د ميليونونو ډالرو له راتګ سره سره پر بنسټيزو او عام المنفعه پروژو سمه پانګونه نه ده شوې او ورکړل شوې پيسې ضايع شوې دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دغه راز وویل، په اوسنيو شرايطو کې هېواد مو د پرمختګ او عامه هوساينې لپاره متخصصو افغانانو ته اړتيا لري، څو د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړو.
دوکتور لطف الله خیرخواه د لوړو زده کړو وزارت د اړتیاوو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په لومړي ګام کې د هېواد د کادري روغتونونو سمبالول او اکمالول زموږ لومړیتوب دی، ترڅو د طبي خدمتونو په برخه کې د خپلو محصلینو او خلکو اړتیاوې پوره کړو.
بیا افغان الاصل الماني متخصص سلطان مسعود دقیق د لوړو زده کړو له وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې هېواد ته یې  د سفر موخه د افغانستان د عاجلو اړتیاوو په اړه د معلوماتو راټولول،  په دې برخه کې د المان د مرستو همغږي کول او راجلبول دي.
ښاغلي دقیق دغه راز د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین څخه وغوښتل، چې موضوع ته په کتلو خپل لومړني ضرورتونه په لیکلي بڼه ورته وسپاري، ترڅو نوموړی یې له الماني چارواکو او خیریه بنسټونو سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې سلطان مسعود دقیق له ۳۸ کلونو وروسته له جرمني څخه خپل هېواد ته راغلی دی. نوموړی یو له هغو افغانانو څخه دی چې په اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د بشري او نړیوالو پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې کافي تجربه لري.
ښاغلی دقیق هغه لومړنی افغان و چې په ۱۳۹۴ کال کې یې د المان له ولسمشر څخه د لیاقت مډال ترلاسه کړی دی.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS