د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د ننګرهار له والي سره ولیدل

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۱:۲۹
وزارت تحصیلات عالی

د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر د ننګرهار له والي سره ولیدل.

په دی لیدنه کې دواړو لوريو د تحصیلي وضعیت د ښه والي، د تحصیلي زېربناوو جوړولو او د ننګرهار پوهنتون د استادانو او محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې وکړې.

لومړی د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل  ننګرهار پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د نوي مشرتابه پاملرنه وستایله او د یاد پوهنتون د لوړو زده کړو د ښه والي او ودې، د استادانو د تحصیلي وړتیاوو لوړولو او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر د وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د نوي مشرتابه د پراختیایې پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل، زياته يې کړه د لوړو زده کړو د نظام  ښه والی او وده، د نوو زېربناوو جوړول او د ځوانو استادانو وړتیاوې لوړول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې د ننګرهار پوهنتون د هېواد یو له غوره تحصیلي بڼسټونو څخه دی او  د لوړو زده کړو وزارت نوی مشرتابه ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې به د لوړو زده کړو د کیفي وضعیت د لوړولو له پاره کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS