د لوړو زده کړو وزارت ویاند په مشرۍ یوه پلاوي نېمروز ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې څخه د لیدنې پرمهال د نېمروز لوړو زده کړو مؤسسې رهبري غړو سره د دغې مؤسسې د ۱۴۰۲ کال تشکیل په اړه خبرې وکړې.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۵:۳۰
سبثصثصسی

د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د یاد پلاوي مشر حافظ ضیاء الله هاشمي د نېمروز لوړو زده کړو مؤسسې د بېلابېلو برخو لیدنې ترڅنګ، د یادې مؤسسې د ۱۴۰۲ کال تشکیلاتي جوړښت په اړه خبرې وکړې، د مسؤلینو نظرونه، وړانديزونه او غوښتنې یې واورېدې.
هغه همداراز وویل، لوړو زده کړو وزارت د مسلکي او صادقو اشخاصو ګومارلو لپاره ژمن دی او د استخدام په پروسه کې په پوره دقت او پاملرنې سره کار کوي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رياست يو شمېر کارکوونکي هم شامل دي، څو راتلونکي کال لپاره د نېمروز د لوړو زده کړو مؤسسې د تشکيل په اړه خپل اصلاحي نظريات له اړوندو مسؤلینو سره شريکې کړي.
نېټه: سه شنبه ۹/۷/۱۴۴۴ هـ ق ۱۱/۱۱/۱۴۰۱ هـ ش ۳۱/۱/۲۰۲۳

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS