د لوړو زده کړو وزارت پلاوى د بدخشان پوهنتون د علمي، تدريسي او اداري فعاليتونو او د ۱۴۰۱ کال لپاره د نويو محصلينو د جذبولو د ظرفيت د کتنې په موخه له دغه پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۴:۵۱
dsfdvnbg

دغه پلاوی چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلینو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني کوي، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د دې وزارت د محصلینو چارو د همغږۍ امر انجنیر ویس الدین بریالي یې ملتیا کوي، د بدخشان ولایت ته سفر کړی دی.

ورغلي پلاوي د دغه ولایت د دولتي پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو ، کارکوونکو سره د کتنې ترڅنګ، د دولتي پوهنتون بېلابېلې څانګې بررسي کړې او د ۱۴۰۱ کال لپاره د نویو محصلنو د جذبولو ظرفیت یې و ارزاوه.

یاد پلاوي همدارنګه، د علمي، تدریسي او اداري فعالیتونو څرنګوالی، د محصلینو لپاره د بدل اعاشې وېش، د کانکور آزموینې له لارې د محصلینو د جذب څرنګوالی او د دې اکاډمیکې ادارې ځینې ستونزې له نږدې ارزیابي او بررسي کړې.

په همدې ترتیب یاد پلاوي د بدخشان پوهنتون له رهبرۍ سره په یوه ناسته کې، 
په علمي چاپېریال کې د اسلامي ارزښتونو د رعایتولو، د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو او پالیسیو د تطبیق، د نویو محصلینو د جذبولو د څرنګوالي او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS