د لوړو زده کړو وزارت په فاریاب ولایت کې د رشاد خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې کتنه او څارنه ترسره کړه .
دغه پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئيس سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د يادې ادراي له ټولو اداري او علمي چارو، تدريسي، کتابتونونو او کمپيوټر لب څخه ليدنه وکړه او په يادو څانګو کې يې ستونزې په ګوته او د حل په اړه يې لازمې لارښوونې وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د رشاد خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د مسؤلينو سره په ناسته کې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رعایت، د یادې مؤسسې قانوني ستونزو او د دغه وزارت د پلان او پاليسيو د تطبيق په اړه خبرې وکړي، د دغې اداري مسؤلينو هم ژمنه وکړه، چې نژدي راتلونکي کې به شته ستونزې او ننګونې حل کړي.