د لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي له تخار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د رییس شاکر وحیدي په مشرۍ یاد پلاوي د تخار پوهنتون له مشرتابه، استادانو او کار کوونکو سره خبرې وکړې.
د تخار پوهنتون رییس پوهنوال خیرالدین خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد پوهنتون د لاسته راوړنو او د درسونو د پیل لپاره د تیاري په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، په داسې حال کې چې د شمال شرق زون لپاره په تحصیلي چارو کې د ا.ا.ا ځانګړي استازي ډاکټر صادق یې هم ملیتا کوله، د تخار پوهنتون مختلفې برخې وکتلې او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
ښاغلي وحیدي وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت لومړیتوب د پوهنتونونو پیلول دي، هغه زیاته کړه، چې د غوره تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
---------