د لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره وکتل.
یاد سفر د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د دیني معتبرو جامعاتو د ثبت او ایجاد رییس مولوي اسدالله فرید په مشرۍ ترسره شو، چې د لوړو زده کړو وزات ویاند مولوي احمد تقي، د دغه وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل هم ورسره مل وو د کندهار پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل.
د کندهار پوهنتون رئېس پوهنوال محمد زکريا اميرزاده د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد پوهنتون د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د دیني معتبرو جامعاتو د ثبت او ایجاد رییس مولوي اسدالله فرید وویل، چې لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو پرمختګ او ځوان نسل روزنې ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت به خپلو امکاناتو ته په کتو په کندهار پوهنتون کې شته ستونزې حلوي او د ستونزو د حل او لوړو زده کړو معیاري کولو په برخه کې یې د یاد پوهنتون مسؤلانو ته ډاډ ورکړ.
وروسته د کندهار پوهنتون یو شمېر استادانو او کارمندانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له پلاوي سره شرېک کړل او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.