د لوړو زده کړو وزرات عالي شورا تر سره شوه

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۵:۸
ل

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت معینانو، مرکزي پوهنتونونو رییسانو، د ښوونې او روزنې، اقتصاد، کار او ټولینزو چارو او مالیې وزارتونو استازو  هم حضور درلود، په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د فوق لېسانس پروګرامونو د جوړولو پر اړتیا خبرې وشوې. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د فوق لېسانس پروګرامونو جوړول مهم وبلل او د ځوانانو لپاره یې د لا ډېرو تحصیلي اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ. د حقاني په باور یوازې د ګټورو زده کړو له لارې د هېواد پرمختګ ممکن دی.

دغې شورا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تقریباً پر ۱۵ فوق لېسانس پروګرامونو موافقه وکړه. خو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغو پروګرامونو مالي موضوع د خلکو له اقتصادي شرایطو سره سمه ونه بلله، نو پر دې پرېکړه وشوه، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او ادارې معین په مشرۍ یوه کمېټه جوړه او د هر سمېسټر د فیس په اړه پرېکړه وکړي.

فوق لېسانس پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت له مهمو او ستراتیژیکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو پروګرامونو پر علمي ارزښت سربېره، د پام وړ مالي مبلغ د دولت په خالصو عوایدو کې لویږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

BACK TO NEWS