د لوړو زده کړو وزير د ارزګان له والي سره وکتل

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۶:۴۷
ل

د ارزګان والي د لوړو زده کړو له وزیر او علمي مرستیال سره په بېلو بېلو لیدنو کې په دغه ولایت کې د لوړو زده کړو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د دې کتنې په لړ کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د ارزګان د لوړو زده کړو موسسې د پرمختګونو او ستونزو د حل په برخه کې د ځانګړې پاملرنې له امله د ارزګان له والي مننه وکړه.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد د لوړو زده کړو له وزیر وغوښتل نوي پوهنځي جوړ کړي او د ارزګان د لوړو زده کړو موسسې ساختماني پروژو د مدیریت په برخه کې لا زیاته پاملرنه او همکاري وکړي چې د لوړو زده کړو د وزیر له لوري هم د هېواد له قوانینو سره سم د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

د لوړو زده کړو وزیر وویل، د لوړو زده کړو وزارت د یاد ولایت تحصیلي بنسټونو د ساختماني پروژو د ستونزو پر اوارولو او په دې برخه کې د پانګونې له پاره د سیمه ییزو ولایتي چارواکو له جدي مرستو او همکاریو تود هرکلی کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول مرسته او همکاري ونه سپموي.

همدارنګه د ارزګان والي د وزارت له علمي مرستیال عبدالتواب بالاکرزي سره هم ولیدل او په ارزګان ولایت کې يې د لوړو زده کړو د وضعیت په اړه د معلومات ورکولو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د ارزګان د لوړو زده کړو موسسې پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ارزګان د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال جوړه شوې چې دا مهال ۳پوهنځي، ۱۰ څانګې، ۱۲۷۱ زده محصلين او ۵۰ استادان لري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS