د لوړو زده کړو وزیر د آزاد اسلامي پوهنتون مشرتابه پلاوي سره وکتل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۸:۴۳
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د آزاد اسلامي پوهنتون د نړیوالو او غیر اېراني محصلانو د چارو مرستیال علاء‌الدین بروجردي او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې؛ د اېران او افغانستان د اکاډمیکو او علمي مرکزونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېروالي ټینګار وکړ.

د آزاد اسلامي پوهنتون د نړیوالو او بهرنیو محصلانو چارو مرستیال د آزاد اسلامي پوهنتون د پروګرامونو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې آزاد اسلامي پوهنتون چمتو دی څو په بېلابېلو؛ په ځانګړي ډول د نوې علمي فناورۍ په برخه کې د فراه، نیمروز، ننګرهار، کندهار او هیواد نورو پوهنتونونو سره اړیکې پراخې کړي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د یاد پلاوي له هڅو د هرکلي تر څنګ د علمي تجربو پرمختګ په برخه کې د اېران علمي او اکاډمیکې همکارۍ مهمې وبللې او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د علمي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه چې دغه وزارت افغانستان کې له هغو بېلابېلو هیوادونو چې تحصیلي برخه کې فعالیت کوي توقع لري؛ څو هغه ظرفیت په افغانستان کې هم پلی کړي چې په خپلو هیوادونو کې یې پلی کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS