د لوړو زده کړو وزیر د استانبول آیډین پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ولیدل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د استانبول آیډین پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ولیدل. د دې لیدنې په پیل کې د ترکیې هېواد د استانبول آیډین پوهنتون مشرتابه پلاوي د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پوهنتون د بېلابېلو برخو، تحصیلي څانګو، تحصیلي پروګرامونو، اکاډمیکو فعالیتونو، په یاد پوهنتون کې د زدکړیالانو په څانګړې توګه افغان زدکړیالانو د شمېر او خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د علمي او تحصیلي فعالیتونو په اړه وینا وکړه او د افغانستان له پوهنتونونو سره د آیډین استانبول پوهنتون د ګډو علمي، تحصیلي فعالیتونو او د اکاډمیکو تجربو کارولو غوښتنه وکړه. د آیډین استانبول پوهنتون رییس له افغانستان سره د علمي او اکاډمیکو همکاریو پراخولو ته لېوالتیا وښوده او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.