د لوړو زده کړو وزیر د لوګر لوړو زده کړو موسسې د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۴:۲۴
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د لوګر لوړو زده کړو موسسې د استادانو او محصلینو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې واورېدل.

د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نور احمد دروېش او ورسره پلاوي لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال، د لوګر لوړو زده کړو موسسې استادانو او محصلینو سره د جلا جلا ناستو په لړ کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو یوشمېر استازو، د لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس او نورو چارواکو د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه چې یاد ولایت ته یې د تحصیلي ستونزو هوارولو او وړاندیزونو اورېدو په موخه سفر کړی دی.

د لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس، استادانو او محصلینو د لوړو زده کړو وزیر او د مالي او اداري چارو مرستیال سره خپلې ستونزې؛ په ځانګړې توګه د مرکز او پوهنتون تر منځ غځېدلي سړک، د نجونو لیلیې، تشکیلاتي، امنیتي، د استادانو لپاره د اوسېدو ځای نشتون او دې ته ورته نورې ستونزې شریکې کړې او هغو ته یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د لوګر لوړو زده کړو موسسې مشرتابه، محصلینو او د یاد ولایت چارواکو او خلکو ته ډاډ ورکړ چې یادو ستونزو ته به ژر تر ژره رسېدنه وشي او له اړوندو ادارو سره به یې د هواري په موخه خبرې وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر ټینګار وکړ چې د معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو او د زده کړو کیفیت لوړولو لپاره باید استادان کار وکړي او دې برخه کې نوښتونه رامنځ ته کړي.

نوموړي د لوګر لوړو زده کړو موسسې محصلینو ته د وینا پر مهال وویل:"تاسو ټول د افغانستان سرمایه یئ او ټول هیواد ته به کار کوئ نه یوازې لوګر ته."

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزیر، د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد وزارت یوشمېر رییسانو نن لوګر ولایت ته رسمي سفر وکړ.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS