د لوړو زده کړو وزیر د پکتیکا پوهنتون محصلینو په فراغتغوڼده کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۳۸
Dffthhjkpppppokjn

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د پکتیکا پوهنتون ۱۴۰۴هـ.ش کال محصلینو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

 

د لوړو زده کړو وزیر په یاده غونډه کې، چې د یاد ولایت والي مولوي عبدالخالق عابد، مرستیال والي، امنیه قومندان، د ولایتي ادارو مسؤلینو، د پکتیکا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، اداري کارمندانو، فارغ التحصیلانو د هغوی د کورنیو غړو او مخورو سپین ږیرو ګډون کړی و، فارغو شویو محصلینو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ وویل چې د امکان په صورت کې په لېسانس زده کړو بسنه ونکړي، د ماسټري او دوکتورا زده کړې ترسره او ځانونه په تخصص کې پیاوړي کړئ. 

 

محترم شیخ صاحب محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل مسلک اړوند دندې ترسره کړي او د خپلو خلکو لپاره په اخلاص خدمت وکړي او له محصلینو یې وغوښتل چې خپل دوست او دښمن وپېژني، د دښمن فکري او عقیدوي جګړې ته متوجه اوسي.

 

 همداراز، محترم شيخ صاحب په خپلو خبرو کې د پکتیکا ولسونو ته د دوی د ارزښتناکو خدمتونو او د افغانستان اسلامي امارت د نظام له ملاتړ څخه مننه وکړه. نوموړي د دغه ولايت له ولسونو د لا زیاتو همکاریو او حمايې غوښتنه وکړه. همدارنګه، محترم شيخ صاحب هغوی ته د اسلامي امارت سره د ښه محبت او ښه اطاعت توصیه وکړه او خپل منځي اتحاد او وحدت ته يې راوبلل.

 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر ۳۰مه

۱۴۰۴هـ.ش، د زمري ۲مه

۲۰۲۵م، د اګېسټ ۲۴مه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۸:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو محصلانو ته په جوړ شوي دیني ـ اصلاحي سمینار کې هر اړخيزه اصلاحي وینا وکړه.

محترم شيخ صاحب محصلانو ته د‌ نورو توصيو تر څنګ سپارښتنه وکړه، چې دیني او عصري زده کړې دې د الله تعالی د رضا، اسلام او ټولنې د خدمت لپاره وکړي.
 
هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د ا.ا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۵:۳۳
Background image

د لوړو زده کړو وزیر په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې جوړې شوې غونډې ته د وینا تر څنګ، په دغه جامعه کې د ۱۹ میلیونه او ۳۲۵ زره افغانیو په ارزښت دوې مهمې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۳۸
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د پکتیکا پوهنتون محصلینو په فراغتغوڼده کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د پکتیکا پوهنتون ۱۴۰۴هـ.ش کال محصلینو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

 

د لوړو. . .

BACK TO NEWS