د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون نوې تدریسي ودانۍ څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د کابل پوهنتون نوې تدریسي ودانۍ څخه لیدنه وکړه چې د چین له لوري جوړه شوې ده.
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري او د لوړو زده کړو وزارت ځينو مسوولانو هم شتون درلود، د دغې ودانۍ د جوړېدو له امله د چین له خلکو او دولت څخه مننه وکړه او د یادې ودانۍ بېلابېلې برخې یې وکتلې.
د لوړو زده کړو وزیر د یادې ودانۍ له اډيټوریم، درسي ټولګیو، د ناستو تالارونو او نورو برخو څخه د لیدنې پر مهال د دغې پروژې له کار څخه خوښي څرګنده کړه او دغه ودانۍ یې په کابل پوهنتون کې د درسي ټولګیو د کمښت او لویو ناستو د جوړېدو د ستونزې د هواري لپاره ګټوره وبلله.
همدارنګه د کابل پوهنتون له مسوولانو یې وغوښتل چې د یادې ودانۍ د ساتنې په برخه کې جدي هڅه وکړي.
د یادولو ده چې یاده ودانۍ په ۱۸ زره او ۹ سوه متره مربع ځمکه کې جوړع شوې چې څلور پوړه، ۴۰ درسي ټولګي، اډېټوریم، د ناستو تالارونه، د تهویې، روغتیا او تخنیک منظم سیسټمونه لري، چې د ودانۍ جوړونې په پرمختللو معیارونو سره جوړ شوي دي.