د لوړو زده کړو وزیر په حضور کې په بلخ ولایت کې د عالمیې، عالیې او ثانویې درجو کلنۍ ازموینې پیل شوې.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د بلخ ولایت والي حاجي یوسف وفا یې ملتیا کوله، په دغه ولایت کې د دیني علماء کرامو د عالمیې، عالیې او ثانویې درجو ازموینې پیل کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په داسې حال کې چې له یادې ازموینې یې څارنه کوله، طالب العلمانو او فاضلانو ته یې ډاډ ورکړ، چې یادې ازموینې به په پوره روڼتیا او عادلانه توګه ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده چې یادې ازموینې هم مهاله د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل او شپږ ورځې به دوام وکړي.